د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق مشرتابه پلاوي د افغانستان اسلامي امارت د سوداګرۍ او صنعت له ښاغلي وزیر سره لیده کاته وکړل

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق مدیره پلاوي لومړي مرستیال ښاغلي محمد یونس مهمند، د اتاق د خدماتو مرستیال ښاغلي نصیر احمد عرب، د مدیره پلاوي دارالانشاء رئیس ښاغلي خان محمد سرفراز باز، د مدیره پلاوي مالي رئیس ښاغلي شیرین آغا سخي، د مدیره پلاوي نړیوالو اړیکو رئیس ښاغلي انجنیر سید جاوید برهان، د مدیره پلاوي غړیو هر یو خان جان الکوزي، ضیاءالدین اچکزي او احمد ضیاء عظیمي شینوزاده، د نیمروز د سوداګرۍ او پانګونې اتاق رئیس ښاغلي حاجي عبیدالله، د خصوصي بانکونو اتحاديې رئیس ښاغلي نجیب الله امیري د افغانستان اسلامي امارت د سوداګرۍ او صنعت وزیر ښاغلي انجنیر سید اکبر آغا او سلاکار وزیر ښاغلي انجنیر هارون سره د لیدنې په ترڅ کې د خصوصي سکتور په مختلفو ستونزو خبرې اترې وکړې.
 
ښاغلي مهمند د سوداګرۍ او صنعت وزیر څخه د لیدنې زمینې برابرولو او د خصوصي سکتور ستونزو اوریدلو په تړاو د مننې کولو ترڅنګ وویل "په اوسني وضعیت کې د هېواد سوداګري له بی شمیره ستونزو او ننګونو سره مخ ده. د هېواد سوداګر او د مختلفو برخو استازي تاسو ته د خپلو ستونزو بیانولو په موخه تشریف راوړی دی.
 
ښاغلي مهمند هیله څرګنده کړه چې د سوداګرۍ او صنعت وزارت به د یادو ستونزو په له منځه وړلو او په ننګونو د غلبې حاصلولو په برخه کې کوټلي ګامونه پورته کړي.
ښاغلي خان جان الکوزي د کراچۍ، تورخم، سپین بولدک، اسلام قلعه او نورو بندرونو کې شتو ستونزو، ګمرکي تعرفو، د سوداګرۍ او ماليې وزارتونو د دندو تفکیک، په ګمرکونو کې د سیستمونو فعالولو، او د آپټا تړون د اعتبار مودې پای ته رسیدو په اړه خبرې وکړې او د سوداګرۍ او صنعت وزارت څخه يې د یادو ستونزو د حل لارو چارو غوښتنه وکړه.
 
ښاغلي خان محمد سرفراز باز په اقتصاد او سوداګرۍ کې د صرافۍ رول، د صرافۍ فعالیتونو په وړاندی شتو ستونزو او ننګونو، د صرافۍ او بانکونو ترمنځ اړیکې، په بانکونو کې د سوداګرو میلیونونه ډالرو بندیدلو او ددی بانکونو له لوري د یوه منظم پلان له مخی عدم تادیې په اړه خبرو کولو ترڅنګ، د ستونزو د حل غوښتنه وکړه.
ښاغلي نصیر احمد عرب په ساختماني سکتور کې شتو ستونزو، نیمګړو پروژو، د مالیې او انتفاعي ماليې ساده کولو ضرورت په اړه د خبرو کولو ترڅنګ، د دفترونو، سوداګرو او خصوصي شرکتونو په امنیت او خوندیتوب ټینګار وکړ.
 
ښاغلي شیرین آغا سخي د اتاق مخینې، د هېواد په سوداګرۍ او اقتصاد باندی د ۴۳ کلونو منفي اغیزو، په تشبثاتي او سوداګریزو فعالیتونو باندی د ډیرو مالیاتو لګولو، د اتاق په فعالیتونو کې د ماليې وزارت مداخلې په ځانګړې توګه د وارداتو په برخه کې د خبرو کولو ترڅنګ، په سوداګریزو راکړو ورکړو کې د لازمو آسانتیاوو په رامنځته کولو ټینګار وکړ.
 
ښاغلي ضیاءالدین اچکزي د تورخم او سپین بولدک په بندرونو کې د ۱۰ زره کانتینرونو توقف او منفي اغیزو په اړه يې د خبرو کولو ترڅنګ، ددی ستونزو د حل غوښتنه وکړه.
ښاغلي احمد ضیاء عظیمي شينوزاده د خصوصي روغتونونو فعالیت په وړاندی د شتو ستونزو او د درملو واردولو توقف په اړه خبرې وکړې.
 
ښاغلي نجیب الله امیري په بانکونو کې د شتو ستونزو، د سوداګریزو توکو پیر په موخه د هېواد څخه دباندی د پیسو لیږد په برخه کې شتو ننګونو، د ازبکستان او تاجکستان سره د برښنا تړون پیسو او په اقتصادي او سوداګریزو فعالیتونو باندی يې د منفي اغیزو په اړه خبرې وکړې.
 
د افغانستان اسلامي امارت د سوداګرۍ او صنعت وزیر ښاغلي انجنیر سید اکبر آغا د اتاق د مشرتابه پلاوي ستونزو او وړاندیزونو اوریدلو وروسته د نظام بدلون او له امله یې د راولاړو شویو ستونزو په اړه د خبرو کولو ترڅنګ، ژمنه وکړه چې یادی ټولې ستونزې به د اسلامي امارت اقتصادي کییسون سره شریکې او هڅه به وکړي چې یادو ستونزو ته د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق سره په همغږۍ کې د حل لارې چارې ولټوي.
نوموړي زیاته کړه چې د بانکونو او صرافيو ستونزو ته د حل لارو لټول او د اسکیودا سیستم فعالول د دوی د کاري لومړیتوبونو څخه دي.