د هېواد د سویل او لویدیځ حوزو د پښتې پروسس کارخانو لرونکو خپلې ستونزې د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق له مشرتابه سره شریکې کړې

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق لمری مرستیال ښاغلي محمد یونس مهمند، د مدیره پلاوي دار الانشاء رئیس ښاغلي خان محمد سرفراز باز او د مدیره پلاوي غړي ښاغلي خان جان الکوزي د کندهار ولایت د معدن او صنایعو اتاق له رئیس ښاغلي حاجي باریدار صادق او د خامې پښتې پروسس کارخانو لرونکو سره د لیدنې په ترڅ کې د دوی د ستونزو په اړه خبرې اترې وکړې.
 
ښاغلي صادق او د پښتې پروسس کارخانو لرونکو د هېواد د مختلفو لارو څخه د پښتې قاچاق په اړه د خپلو اندیښنو څرګندولو ترڅنګ زیاته کړه "دانه لرونکې پښته به پخوا د هېواد په کورنیو پروسس کارخانو کې د پروسس وروسته د غوړیو، کنجاړې، خالصې پښتې، تار او زرګونه کسانو ته د کار موندنې سبب کیدله خو له بده مرغه، د قاچاق له امله يې نه یواځې دا چې د غوړیو کارخانې وتړل شوې بلکه زرګونه کسانو خپلې دندې هم له لاسه ورکړې.
 
د خامې پښتې پروسس کارخانو لرونکو خپلې ستونزې د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق له مشرتابه سره شریکې او ورڅخه يې وغوښتل چې د افغانستان اسلامي امارت له اړونده ادارو سره يې شریکې کړې او د له منځه وړلو په برخه کې يې کوټلي ګامونه پورته کړي.
 
ښاغلي مهمند او د اتاق د مشرتابه پلاوي نورو غړیو د پښتې پروسس کارخانو لرونکو سره ژمنه وکړه چې ددوی ستونزې به د افغانستان د اسلامي امارت له اړونده ادارو سره شریکې او له هغوی نه به وغواړي چې د حل لارې چارې ورته ولټوي.