د خصوصي سکتور پراختیا اجرايي کمېټې (PriSEC) د دریم کاري ګروپ یوولسمه ناسته د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق مرکزي دفتر کې وشوه

د خصوصي سکتور پراختیا اجرايي کمېټې (PriSEC) د دریم کاري ګروپ یوولسمه ناسته کې د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق عامل پلاوي سرپرست رئیس ښاغلي شفیق الله عطايي، د حکومتي او خصوصي سکتورونو استازو او د ولسمشر لومړي مرستیال دفتر د پرایسک کارپوهانو ګډون وکړ.
 
ښاغلي عطايي د پانګه اچونې ویب پاڼې او هغو موضوعګانو چې پکې خپرې شوي دي، د پانګه اچونې په قانون کې د سمونو، د ښاري خدماتو قانون کې د سمونو او د اړونده ادارو د کاري او جواز ورکونې سیستم ادغام په اړه د خبرو کولو ترڅنګ، ټینګار وکړ چې جوازونه باید په یوه لاس د یوه چت لاندې د (ACBR) یا د جوازونو او فکري ملکیتونو د ریاست له لوري ورکړل شي.
 
د نورو دولتي ادارو او خصوصي سکتور استازو د پورته یادو شوو مواردو په اړه خپل نظرونه څرګند او ژمنې يې وکړې چې د لازمو سمونو راوستلو په موخه به کوټلي ګامونه پورته کړي.
 
د یادونې وړ ده، چې د پرایسک ناستې په خصوصي سکتور کې د سمونو راوستلو او تطبیق په اړه جوړیږي.