د پانګه اچونې قانون کې د سمونو راوستلو په موخه د اتاقونو نظریات او وړاندیزونه د خصوصي سکتور په یوې ځانګړې ناسته کې مطرح شول

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګوې اتاق عامل پلاوي سرپرست رئیس ښاغلي شفیق الله عطايي، د اتاقونو فدارسیون مسؤلینو، نړیوال اتاق، او د کارګرو اتاق غړیو په هغې ځانګړې ناسته کې چې د پانګه اچونې قانون کې د سمونو راوستلو په موخه يې د اتاقونو نظریات او وړاندیزونه راټولول ګډون وکړ.
 
ښاغلي عطایي وویل "ددی ناستې اصلي هدف د پانګه اچونې د ودې په موخه د خصوصي ادارو نظرونه او وړاندیزونه راټول دي."
 
ښاغلي عطايي زیاته کړه "که څه هم دغه قانون د پانګه اچونې د ودې په موخه رامنځته شوی، خو دا چې دغه قانون لا هم بهتر شي، لازمې آسانتیاوې رامنځته کړی شي، او ددی قانون په تعدیل کې خصوصي سکتور د مشرتابه رول ادا کړي، باید هر اړخیز او شامل بحثونه شي."
 
د اتاقونو فدراسیون او نورو اتاقونو مسؤلینو هم د پانګه اچونې د ودې او جلبولو، او د سوداګرۍ او پانګه اچونې په برخه کې د لا ډیرو آسانتیاوو رامنځته کولو په موخه خپل نظرونه او وړاندیزونه بیان کړل.
 
دوی د پانګه اچونې قانون پیچلې وباله او په ساده کولو یې ټینګار وکړ.
 
د ناستې په پای کې، د خصوصي سکتور استازیو د پانګه اچونې قانون غني کولو په موخه د خصوصي سکتور پراختیايي کمېټې (پرایسک) ناستې اړینې وبللې او زیاته يې کړه چې د نوموړي قانون سمونې او تعدیلات د پانګه اچوونکو په لاره کې د پرتو ننګونو د له منځه وړلو سبب ګرځي.