د افکو اتحاديي او افغان ملي بیمې شرکت ترمنځ د همکارۍ تفاهملیک د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق په مرکزي دفتر کې لاسلیک شو

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق عامل پلاوي سرپرست رئیس ښاغلي شفیق الله عطايي، داتاق د ټرانسپورټ کمېټې رئیس ښاغلي لطف الله امیني، د افکو اتحاديي رئیس ښاغلي محمد یوسف حلیم، د ماليي وزارت صلاحیت لرونکي استازي او د افغان ملي بیمې شرکت رئیس ښاغلي میوند فراهي د افغان ملي بیمې شرکت او افکو اتحاديي ترمنځ د تفاهملیک لاسلیک مراسمو کې ګډون درلود.
 
ښاغلي عطايي په اوسنیو شرایطو کې د بیمې ارزښت په اړه د خبرو کولو ترڅنګ، وویل "بیمه د خصوصي سکتور فعالیتونو پراختیا او سوداګریز ثبات په برخه کې اړین رول لوبوي."
 
ښاغلي عطايي د خپلو خبرو په جریان کې وویل چې اتاق به د خپلو غړیو ترمنځ د بیمې صنعت رایجولو او ترلاسه کولو لپاره خپلو هلو ځلو ته دوام ورکړي.
 
ښاغلي حلیم ددی تفاهملیک لاسلیک کیدو په برخه کې د اتاق هڅې وستایلې او د ټرانسپورټ په برخه کې د رامنځته کیدونکو پیښو تلافۍ لپاره يې د بیمې کول اړین او ارزښمن وبلل. نوموړي زیاته کړه "بیمه نه یواځې دا چې په اقتصادي او سوداګریزو راکړو ورکړو کې لوړتیا رامنځته کوي، بلکه د سوداګریزو توکو لیږدونکو یا باروړونکو مسؤلینو ته یو ډول ډاډ وربخښی.
 
ښاغلي امیني وویل "د ترسره شوو سروی ګانو پر بنسټ، د ټرانسپورټ سکتور کې ۱.۶ میلیارده ډالره پانګه اچونه شوې او په دی سکتور کې شاوخوا ۴۰۰ وګړي په کار بوخت دي او ټول باید بیمه شي."
 
ښاغلي فراهي د بیمې صنعت رایجولو په برخه کې د اتاق هڅې وستایلې او د اتاق عامل پلاوي څخه يې د بیمې صنعت لا پراخولو او غړیو شرکتونو هڅولو غوښتنه وکړه.
 
د اتاق عامل پلاوي ریاست په اړونده برخه کې د هرډول همکاریو ژمنه وکړه.