د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق مشرتابه پلاوي د ګمرکاتو سیستمونو رئیس او د ریل پټلۍ ادارې مرستیال سره ولیدل

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق مدیره پلاوي لومړي مرستیال ښاغلي محمد یونس مهمند، د اتاق د پانګه اچوونې مرستیال ښاغلي سلطان محمد صافي او د اتاق د عامل پلاوي سرپرست رئیس ښاغلي شفیق الله عطايي د ریل پټلۍ ادارې له مرستیال ښاغلي حشمت الله غفوري او د ګمرکاتو سیستمونو له رئیس ښاغلي مجیب الرحمن سره په ریل پټلۍ کې د شتو ننګونو او فرصتونو په اړه خبرې اترې وکړې.

ښاغلي محمد یونس مهمند په تیرو کلونو کې د ریل پټلۍ چارواکو کار وستایه او ټینګار یې وکړ چې په دې سکتور کې د لازمو آسانتیاوو رامنځته کول د افغانستان د اقتصادي وده لپاره خورا اغیزمن دي، نو سوداګر کولی شي خپل سوداګریز توکي په لږ لګښت انتقال یا صادر کړي.

ښاغلي مهمند همدارنګه وړاندیز وکړ چې د ملي او نړیوالو بار وړونکو شرکتونو سره مشورتي ناستې جوړې کړي تر څو د ایران له لارې د افغانستان د اورګاډي په کارولو سره  سوداګریز توکي انتقال وکړي. نوموړي زیاته کړه، چې لومړی باید د هرات، بولدک او دوبۍ بار وړلو شرکتونو له چارواکو سره د هغو ننګونو په اړه خبرې وشي چې د افغانستان د تبادلې په لاره کې د ریل لارې په برخه کې شتون لري.

د اتاق مدیره پلاوي پانګه اچوونې مرستیال ښاغلي سلطان محمد صافي هم د ریل له لارې د افغانستان د صادراتو له لیږد څخه خوښي څرګنده کړه او په دې برخه کې یې د اړوندو څانګو د همکارۍ غوښتنه وکړه.
ښاغلي صافي زیاته کړه "د نوو آسانتیاوو رامینځته کولو لپاره باید یوه کړنلاره رامینځته شي ترڅو د هغو سوداګرو کارو اسانه کړی شي څوک چې غواړي له دې لارې لیږد وکړي. هغه د اسعارو او قیمتي فلزاتو وارداتو او صادراتو لپاره نوي مقررات او کړنلارو رامنځته کولو غوښتنه هم وکړه.


ښاغلي عطايي څلورو اصلونو چې عبارت دي له روڼتیا، آسانتیا، امکانات او سرعت څخه د اشارې کولو ترڅنګ، زیاته کړه "که چیرې انتقالات د ریل پټلۍ له لارې ددی څلورو اصلونو په اساس په داسې حال کې چې لګښت یې کم وي، اجرا شي، نو ډیر سوداګر لیواله دي چې له دی لارې خپل توکي ولیږدي او په دی پروسه کې به د پام وړ وده رامنځته شي.


ښاغلي عطايي د هغو توکو چې د ریل پټلۍ له لارې لیږدول کیږي د تعرفې په کمیدو د ټینګار کولو ترڅنګ، وویل "په بندرونو کې د آسانتیاوو رامنځته کولو، د ریل په هډو، او په تعرفو کې د کموالي راوستو په موخه باید د ایراني او نورو شریکانو سره دوامداره غونډې ترسره کړی شي."

ښاغلي غفوري وویل "د ایراني اورګاډي چارواکو او د خصوصي سکتور چارواکو سره خبرې د دې لامل شوې چې د ریل له لارې وړل شوي محصولاتو په تعرفو کې ۷۰ سلنه کموالی راشي." نوموړي د خپلو خبرو په جریان کې زیاته کړه سوداګر کولی شي له دې آسانتیاوو څخه په ګټې اخیستنې خپل سوداګریز توکي په بشپرړ ډاډ او دقت سره ولیږدوي.


ښاغلي غفوري همدارنګه زیاته کړه: "پریکړه شوې چې پټرولیم، سیمنټ او ټرانزیټي توکي باید د ریل له لارې ولیږدول شي او نور توکي په خپله خوښه د ریل له لارې ولیږدول شي."

د غونډې په پای کې په دی ټینګار وشو چې دوی به ډیر ژر د بار وړلو شرکتونو، د هرات ، بولدک، دوبۍ او د نفتي توکو له چارواکو سره یوه ناسته وکړي ترڅو سوداګریز توکي په کم لګښت ولیږدول شي. او همدارنګه، د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق، ریل پټلۍ او ګمرکونو ترمنځ دی دری اړخیز تفاهملیک لاسلیک شي.