د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق مشرتابه د ځمکني ټرانسپورټ د پیوستون رئیس سره ولیدل

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق د مدیره پلاوي لومړي مرستیال ښاغلي محمد یونس مهمند، د اتاق د مدیره پلاوي غړي ښاغلي خان جان الکوزي او د عامل پلاوي مالي او اداري مرستیال ښاغلي میرویس هوتک د ځمکني ټرانسپورټ د پیوستون رئیس ښاغلي طلا محمد اتمانزي سره د لیدنې په ترڅ کې د هېواد په بندرونو او لویو لارو کې د ټرانسپورټ په وړاندی د شتو ستونزو او د له منځه وړلو په لارو چارو يې خبرې وکړی.

په دې ناسته کې ښاغلي محمد یونس مهمند د هیواد په بندرونو، په ځانګړي توګه د تورخم په بندر کې د ترانسپورټ ستونزې تایید کړې او ویې ویل چې اوس مهال د ځمکني ټرانسپورټ شرکتونو سوداګر او چارواکي له ستونزو سره مخ دي او د دوی ستونزې باید ژر تر ژره حل شي.

ښاغلي الکوزي ټینګار وکړ چې د پولیسو د پوستو رامینځته کول او په لویو لارو کې د موټر چلونکو څخه غیر قانوني پیسې اخیستنه  د اندیښنې وړ خبره ده، او د دې وضعیت دوام د ترانسپورټي شرکتونو په کاروبار ناوړه اغیزه کوي او د دوی د زړه ماتیدو سبب هم ګرځي. نوموړي پر حکومت غږ وکړ چې د دا ډول زورواکو مخه ونیسي او د ټرانسپورټي شرکتونو کار ته دوام ورکولو لپاره عملي ګامونه واخلي او دوی ته لا ډیرې اسانتیاوې برابرې کړي.

د ځمکني ټرانسپورټ د ملي اتحادیې رئیس هم د ټرانسپورتي شرکتونو او سوداګرو په سوداګرۍ کې غیر معمولي وضعیت باندې نیوکه وکړه او ویې ویل چې د حکومت لخوا د مالیې راټولولو یا د ځمکني ټرانسپورټ شرکتونو کار کولو مسودې ډیرې ستونزې رامینځته کړي. په دی مسوده کې باید کې ځمکني ټرانسپورټ او هغو سوداګرو لپاره چې د بهر څخه هېواد ته سوداګریز توکي واردوي لازمې آسانتیاوې رامنځته کړي.

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق مشرتابه ژمنه وکړه چې د ځمکني ټرانسپورټ سکتور سره یو ځای به د دوی ستونزو ته د پای ټکي کیښودلو په لور ګام پورته کړي.