د کندهار د سوداګرۍ او پانګونې اتاق سوداګرو او یو شمیر ټرانسپورټي شرکتونو د دولت نه پاملرنه وغندله

د کندهار د سوداګرۍ او پانګونې اتاق رئیس ښاغلي نصرالله زهیر، سوداګرو، پانګه اچوونکو، د صرافانو استازیو او د ټرانسپورټي شرکتونو مسؤلینو د کندهار والي او مختلفو دولتي ادارو مسؤلینو سره د پرله پسې ناستو وروسته د یو مطبوعاتي کنفرانس په ترڅ کې د شتو ستونزو د له منځه وړلو غوښتنه وکړه.
 
د کندهار د سوداګرۍ او پانګونې اتاق مشرتابه او د مختلفو ټولګیو استازیو د اوسني حالت په اړه خپلې اندیښنې څرګندې او د حکومت څخه يې د سوداګریزو توکو لیږدوونکو وسایطو د بیا روانیدو، د اسلام قلعه بندر کې وروستۍ اور لګیدنې او د صرافۍ په برخه کې د شتو ستونزو د له منځه وړلو په برخه د لازمو او ګړندیو ګامونو پورته کولو غوښتنه وکړه.
 
سوداګرو، د مختلفو ټولګیو استازیو او د ټرانسپورټي اتحادیو مسؤلینو د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق له مشرتابه څخه وغوښتل چې ددوی ستونزې د دولت او اړونده ادارو سره شریکې او د له منځه وړلو په برخه کې يې خپلې هیڅ ډول مرستې ونه سپموي.