د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق مشرتابه پلاوي د چینايې سوداګریزو شرکتونو سره د سوداګریزو او پانګه ایزو اړیکو پراختیا په موخه آنلاین غونډه وکړه

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق د مدیره پلاوي لومړي مرستیال ښاغلي حاجي محمد یونس مهمند، د مدیره پلاوي د پانګه اچوونې مرستیال ښاغلي سلطان محمد صافي، د مدیره پلاوي د دارلانشاء رئیس ښاغلي خان محمد سرفراز باز، د مدیره پلاوي د نړیوالو اړیکو رئیس ښاغلي انجنیرسید جاوید برهان، د مدیره پلاوي غړي ښاغلي خان جان الکوزي او حکومتي چارواکو د چینايې سوداګریزو شرکتونو له مسؤلینو سره د سوداګریزو او پانګه ایزو اړیکو پراختیا په موخه آنلاین غونډه وکړه.

ښاغلي مهمند وویل "افغانستان د چین سره ډیرې پخوانۍ او دوستانه اړیکې لري. موږ د چین هیواد اړونده چارواکو څخه په خورا درنښت هیله کوو چې افغان سوداګرو ته د ویزې ورکولو په برخه کې لازمې آسانتیاوې رامنځته کړي. افغان سوداګر لیوال دي چې په افغانستان کې د برښنا، کور جوړونې، د معدنونو استخراج او سرک جوړونې په برخو کې د چینايې پانګه اچوونکو سره یو ځای ګډه پانګه اچونه وکړي."

د جون جینګ آزادې سوداګریزې سیمې مسؤل او ددی آنلاین غونډې برابرونکي ښاغلي هو د پریزنټیشن له لارې په جون جینګ سیمه کې پانګه اچوونه او د بارتر سوداګري تشریح کړه او د افغان سوداګرو او پانګه اچوونکو څخه يې وغوښتل چې په دی برخه کې د چینایانو له تجربو څخه ګټه واخلي.

ښاغلي صافي په افغانستان کې د ګډو سوداګریزو فرصتونو او د چین هیواد اغیزمنتیا په دی پانګه اچوونو کې څرګنده او د افغان سوداګرو لیوالتیا ته يې په دی برخه کې اشاره وکړه.

ښاغلي برهان د افغانستان او چین ترمنځ شتو سوداګریزو اړیکو او فرصتونو ته د اشارې کولو تر څنګ وویل چې افغان سوداګر لیوال دی تر څو افغاني محصولات چین ته صادر او د چین څخه برښنايې توکي او کمپیوټرونه وارد کړي.

ښاغلي خان جان الکوزي د دواړو هیوادونو سوداګرۍ په لوړتیا کې د اوسپنې پټلۍ لارې رول اړین وباله مګر وی ویل چې د کراچۍ بندر په نسبت له دی لارې د توکو انتقال قیمته پریوځي. نوموړي د ګاونډیو هیوادونو دا کار چې افغاني تولیدات لکه جلغوزه، زعفران او تالک چې د پروسس څخه وروسته يې په خپل نوم چین ته صادروي وغنده او زیاته يې کړه "که چیرې چینایان په افغانستان کې د افغاني تولیداتو د پروسس په برخه کې پانګه اچوونه وکړي، نو افغان سوداګر کولی شي چې خپل محصولات په مستقیم ډول چین ته صادر کړي."

د غونډې په پای کې ښاغلي خان محمد سرفراز باز د ګډې پانګه اچوونې، د ټرانسپورټ په برخه کې د لازمو آسانیتاوو رامنځته کولو او د پیسو انتقال په ستونزو د خبرو کولو تر څنګ د دواړو هیوادونو له اړونده چارواکو څخه وغوښتل چې په دی برخو کې دی کوټلي ګامونه پورته کړي.

د یادو ستونزو د له منځه وړلو په موخه، نوموړي  د دواړو هیوادونو د اړونده چارواکو په پرله پسې غونډو کولو ټینګار وکړ.