د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق د استرالیا لپاره د افغان سفارت سره په ګډې همکارۍ د بارتر اقتصاد پیژندنې په موخه لمړنۍ آنلاین ناسته وکړه

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق د مدیره پلاوي لومړي مرستیال ښاغلي حاجي محمد یونس مهمند، د اتاق عامل رئیس ښاغلي سید زمان هاشمي، د اتاق د پالیسۍ او تخنیک مرستیال ښاغلي شفیق الله عطايې او یو شمیر سوداګرو په حضوري ډول او د استرالیا لپاره د افغانستان سفیر ښاغلي وحیدالله ویسي، د اندونیزیا لپاره د افغانستان سفیر ښاغلي فیض الله ذکي، سوداګرو او یو شمیر اقتصادي کارپوهانو په آنلاین ډول د بارتر اقتصاد پیژندنې په موخه لمړنۍ آنلاین ناسته کې د ګډون ترڅنګ خپل نظرونه څرګند کړل.

ښاغلي هاشمي ګډونکوونکو ته د ښه راغلاست ویلو ترڅنګ وویل "افغانستان په بارتر اقتصاد کې تجربه لرونکی هیواد دی او بارتر اقتصاد باید په قانوني چوکاټ کې لاپیاوړی کړی شي."

ښاغلي هاشمي ټینګار وکړ چې حکومت باید د هغو هیوادونو سره چې په بارتر اقتصاد کې بشپړه تجربه لري همغږي وکړي او د ګډې همکارۍ په پایله کې بارتر اقتصاد ته په افغانستان کې وده ورکړي.

نوموړي زیاته کړه چې د اقتصاد د پیاوړتیا او بارتر اقتصاد ترویج کولو په موخه دی د اغیزمنو دولتي او خصوصي سکتور غړیو څخه ګډ کاري ګروپ جوړ او په همدی موخه دی تری کار واخستل شي تر څو د افغان سوداګرو لپاره لازمې آسانتیاوې رامنځته شي.

ښاغلي وحیدالله ویسي وویل چې بارتر اقتصاد د افغانستان په څیر هیوادونو لپاره چې د طبیعي منابعو څخه ډک دی خورا ګټور او باید ددی فرصت څخه سمه ګټه پورته کړی شي.

ښاغلي ویسي په وروستیو کلنو کې د افغانستان او استرالیا ترمنځ د سوداګرۍ کچه ډیره کمه وګڼله خو هیله يې څرګنده کړه چې دواړه هیوادونه به په راتلونکی کې د سوداګرۍ د پراختیا په برخه کې کوټلي ګامونه پورته کړي.

ښاغلي فیض الله ذکي بارتر اقتصاد د اندونیزیا هیواد د اقتصادي پیاوړتیا سبب وګاڼه او ټینګار يې وکړ چې د اندونیزیا هیواد د بارتر اقتصاد څخه په ګټې اخیستنې افغانستان سره د سوداګرۍ کولو لپاره تیار دی. نوموړي هیله څرکنده کړه چې د افغانستان حکومت به د اندونیزیا هیواد هغه مسوده چې د بارتر اقتصاد څخه په ګټې اخیستنې سوداګرۍ په برخه کې يې ورکړی لاسلیک کړي.

د غونډې په پای کې د بارتر اقتصاد پوه ښاغلي ساویز ساویزیار وویل "موږ کولی شو چې د قانون په چوکاټ کې د چین سره د بارتر اقتصاد څخه په ګټې اخیستنې ښه سوداګري ولرو او دا کار نه یواځې دا چې د هیواد د اقتصادي پیاوړتیا سبب ګرځي بلکه سوداګرو ته هم ډیرې آسانتیاوې رامنځته کوي."