د افغانستان د حج او عمرې د سياحتي او زيارتي خدماتي شرکتونو اتحاديه جوړه شوه

د افغانستان د حج او عمرې د سياحتي او زيارتي خدماتي شرکتونو  اتحاديه د روان ۱۳۹۱ کال د غوايي د مياشتې په ۴مه نېته د سه شنبې په ورځ  د اتاق د عامل پلاوي د رييس ښاغلي محمد قربان حقجو،  د اطلاعاتو او کلتور  او فرهنګ وزارت د مرستيال غلام نبي فراهي د حج او اوقافو وزارت مسلکي مرستيال ښاغلي مولوي عبدالحکيم منيب  د افغان – ترک ادارې رييس ښاغلي سيد زمان بها، د ماليې وزارت د عوايدو رييس، د افغانستان د سوداګرۍ او صنايعو اتاق د مديره پلاوي غړو، د کابل د سوداګرۍ  او صنايعو اتاق د مديره پلاوي غړو،  د سياحتي او توريستي شرکتونو رييسانو او يو شمېر خصوصي پانګوالو په ګډون د کابل په صافي لنډمارک هوټل کې پرانستل شوه.

د اتاق د عامل پلاوي رييس ښاغلي محمد قربان حقجو د افغانستان د حج او عمرې د سياحتې او توريستي شرکتونو د اتحاديې جوړېدول يو نيک کار وباله  او داسې يې وويل : ((  سياحتي او  زيارتي شرکتونو  وړاندې جلا جلا کار کولو، چې ددې اتحاديې په جوړېدو سره به ياد شرکتونه  د يوه سيوري لاندې  راشي ، تر منځ به يې لا همغږي راشي  او سياحتي سکټور به په راتلونکي کې د يوه مهم بنسټ په توګه  ومنل شي.))

حقجو ددې شرکتونو له استازو وغوښتل، چې  د زيارتي پروګرامونو په ځانګړې توګه د حج او عمرې په برخه کې بايد داسې کار وشي،  چې  د خلکو لپاره وړ اسانتياوې رامنځته شي.  نوموړي د دې اتحاديې سره د اتاق د تلپاتې  همکارۍ ژمنه وکړه او خوښي يې وښوده، چې دا اتحاديه د خصوصي سکټور په چوکاټ کې رامنځته شوې ده.

حقجو د رسنيو، مخابراتو او ښونيزو او روزنيزو برخو کې  هم د اقتصاد ودې ته اشاره وکړه. د هغه په خبره د هېواد رسنيو ښې لاسته راوړنې لرلې دي او همدا ډول مخابرانو په دې برخه کې زياته پانګونه کړې ده، چې د مبايل د ګډونوالو شمېر له ۱۷ مليونه څخه اوړي.

ښاغلي حقجو  په هېواد کې د ترانسپورټي سيسټم د ودې په اړه وويل، چې  د ۱۴۰ زرو په شمېر کاميونونه او لارۍ ګانې د باروړلو په موخه په هېواد کې ثبت او راجسټر شوي دي، چې ډيريې په نړېوالو معيارونو برابرې او سمبال دي.

ددې اتحاديې رييس ښاغلی حاجي حسنزي حسنيار منکل د اتاق له همکارۍ څخه د مننې تر څنګ وويل : ((  په دې اتحاديه کې ۷۰۰ سياحتي او توريستي شرکتونه برخه لري. دا اتحاديه ددې  شرکتونو ترمنځ د همغږۍ او په ځانګړې توګه د  دولت سره د همغږۍ او ددې شرکتونو د ستونزو د حلولو په موخه رامنځته شوې ده. هغه شرکتونه، چې موږ سره په دې اتحاديه کې را يوځای شوي دي، له هغوی غواړو، چې په دې برخه کې را سره همکار و اوسي.  دې ټولنې ۶ کاله وړاندې د عدليې د محترم وزارت څخه جواز اخيستی او خوښ يو، چې نن مو د سوداګرۍ اتاق جواز هم تر لاسه کړ.  په دې اتحاديه کې له ۷۰۰ شرکتونو، ۴۰۰ يې ثبت شوي او د نورو د ثبت کار روان دی.)

د اطلاعاتو او فرهنګ مسلکي مرستيال ښاغلي غلام نبي فراهي د حاجيانو د لېږد به برخه کې د خصوصي شرکتونو نه لاسرسی  ددې  د خدمتونو ضعف وباله  او ويې ويل : ((  د همدې ستونزو د دلايلو پر بنسټ تېر کال دولت خصوصي شرکتونه د حج په پروسه کې شامل نه کړل.))

د حج او اوقافو  وزارت مرستيال ښاغلي مولوي عبدالحکيم منيت ددې ډول اتحاديو جوړېدول ددې شرکتونو د فعاليت لپاره يو نيک ګام وباله  او ويې ويل،  که سياحتي او توريستي شرکتونه  شته ستونزې او خنډونه له منځه لري کړي د حج او اوقافو وزارت به ددې شرکتونو سره د حاجيانو د لېږد په پروسه کې کومه ستونزه ونه لري.

د پروګرام په پای کې ددې اتحاديې جواز د اتاق د مديره پلاوي د لومړي مرستيال ښاغلي خانجان الکوزي له خوا د اتحاديې ريي ته ورکول شو.