د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق مدیره پلاوي او د فراه ولایت یو شمیر سوداګرو د سوداګرۍ او صنعت وزارت له سرپرست سره لیدنه ترسره کړه

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق مدیره پلاوي لومړي مرستیال ښاغلي محمد یونس مهمند، د اتاق عامل پلاوي مالي او اداري مرستیال ښاغلي میرویس هوتک، د فراه ولایتي اتاق لومړي مرستیال ښاغلي ذکریا طاهري او د فراه ولایتي اتاق یو شمیر سوداګرو د سوداګرۍ او صنعت وزارت له سرپرست وزیر ښاغلي نورالدین عزیزي سره د لیدنې په ترڅ کې د فراه ولایت سوداګرو شتو ستونزو په اړه خبرې اترې وکړې.
 
ښاغلي مهمند د فراه ولایت د سوداګرو ستونزو په ځانګړې توګه د ابو نصر فراهي بندر کې د دوی د شتو ستونزو یادونه يې وکړه او د دوی د ستونزو حل برخه کې يي د سوداګرۍ او صنعت وزارت د همکارۍ غوښتنه وکړه.
 
ښاغلي ذکریا طاهري او فراه ولایت سوداګرو د ابو نصر فراهي بندر بندیدو او یو شمیر سوداګریزو ستونزو په اړه خبرې وکړې او ستونزو ته د پای ټکي کیښودو برخه کې يې د سوداګرۍ او صنعت وزارت او نورو اړوندو دولتي ادارو د همکارۍ غوښتنه وکړه.
 
دوی ژمنه وکړه چې ددی بندر له لارې به هیڅ ډول غیر قانوني توکي نه واردیږي.
 
ښاغلي عزیزي د اتاق مشرتابه پلاوي، سوداګرو او د فراه ولایتي اتاق مدیره پلاوي غړیو ته د ښه راغلاست ویلو او د دوی د ستونزو اوریدو وروسته، ژمنه وکړه چې د ابو نصر فراهي بندر پرانستلو او د سوداګرو ستونزو له منځه وړلو برخه کې به خپلې هیڅ ډول مرستې ونه سپموي.