د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق مشرتابه پلاوي سپین بولدک ته کاري سفر ترسره کړ

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق لومړي مرستیال ښاغلي محمد یونس مهمند او د عامل پلاوي مالي او اداري مرستیال ښاغلي میرویس هوتک د سپین بولدک ولسوالۍ ته د یوه کاري سفر په ترڅ کې د یادې ولسوالۍ د مدیره پلاوي او دولتي چارواکو سره، په جلا جلا لیدنو کې د خصوصي سکتور د ستونزو او حل لارو په اړه خبرې وکړې.
 
ښاغلي مهمند او ورسره ټیم یې په هغه غونډه کې چې د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق د مدیره پلاوي غړي ضیاالدین اڅکزي، د بولدک اتاق رئیس محمد صدیق صدیقي، د یاد اتاق لومړي مرستیال عبدالحی جزا، سوداګریز مرستیال محمد شفیق اڅکزي، د دارالانشاء رئیس حافظ عبدالکریم، د بولدک د سوداګرۍ اتاق د مدیره پلاوي نورو غړو او همدارنګه د سوداګرو او د اتحادیو له مشرانو سره وکتل او د هغوی د ستونزو او وړاندیزونو له اورېدلو وروسته یې ژمنه وکړه چې د سپین بولدک ولسوالی د دولتی مسولینو سره به د دوی ستونزې شریکې او د له منځه وړلو برخه کې به يې کوټلي ګامونه پورته کړي.
 
همدارنګه ښاغلي مهمند، د بولدک اتاق مشرتابه پلاوي، سوداګرو او پانګه والو د بولدک ولسوال ښاغلي ملا آغا، ښاروال قاري رحمت الله مسافر او د سپین بولدک والسوالۍ امنیه قوماندان ښاغلي محمود مولوي سره ناسته وکړه.
 
ښاغلي مهمند د کندهار له والي ښاغلي محمد یوسف وفا څخه په دې ولایت کې له سوداګرو او پانګوالو سره د ښې همکارۍ او د سوداګرۍ او پانګونې په برخه کې یې د اسانتیاوو برابرولو له امله مننه وکړه او د سپین بولدک سوداګریز او ټرانزیټي ارزښت ته په اشارې کولو سره، يي د دوی ستونزې د ولسوالۍ د چارواکو سره شریکې او د حل په برخه کې يي د هغوی د همکارۍ غوښتنه وکړه.
 
د سپين بولدک ولسوالۍ مسؤلينو د سوداګرۍ او پانګونې اتاق مشرتابه ته د ښه راغلاست ويلو ترڅنګ ژمنه وکړه، چې د سوداګرو د ستونزو په حل او د لا زياتو اسانتياوو په رامنځته کولو کې به همکاري کوي.
د دغه سفر په ترڅ کې د سوداګرۍ او پانګونې اتاق د سپین بولدک له یو شمېر تولیدي فابریکو څخه لیدنه وکړه، د هغوی ستونزې او وړاندیزونه یې واورېدل او د ستونزو د حل په موخه یې له اړوندو ادارو سره د اتاق د هر ډول همکارۍ ژمنه وکړه.