د کندهار د سوداګرۍ او پانګونې اتاق د مدیره پلاوي رئیس د یو لړ مراسمو په ترڅ کې معرفي شو

د کندهار د سوداګرۍ او پانګونې اتاق د مدیره پلاوي پخواني رئیس ښاغلي حاجي نصرالله زهیر تر استعفا وروسته، د نوموړي اتاق د مدیره پلاوي غړیو د رایو په اکثریت سره ښاغلی محمد صدیق مهمند د مدیره پلاوي د رئیس په توګه وټاکه.
 
د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق مدیره پلاوي لومړي مرستیال ښاغلي محمد یونس مهمند، د مدیره پلاوي مالي رئیس ښاغلي شیرین آغا سخي، د مدیره پلاوي غړیو هر یو ښاغلي خان جان الکوزي او سید پرویز سادات هوفیاني، د اتاق د عامل پلاوي مالي او اداري مرستیال ښاغلي میرویس هوتک، د کندهار ولایتي اتاق مشرتابه پلاوي غړیو او یو شمیر سوداګرو او پانګوالو د ښاغلي محمد صدیق مهمند د کندهار ولایتي اتاق د رئیس په توګه د ګمارل کیدو په جوړه شوې پیژندغونډه کې، ګډون درلود.
 
ښاغلي مهمند د ناستې ګډونوالو ته د ښه راغلاست ویلو ترڅنګ، د هېواد په اقتصادي رغښت او د سوداګرۍ پراختیا په برخه کې د ښاغلي نصرالله زهیر ترسره کړیو نه ستړې کیدونکو هلو ځلو ستاینه وکړه او له نوموړي يي وغوښتل چې په یادو برخو کې، له دی وروسته هم خپلې رغوونکي سلا مشورې ونه سپموي.
 
ښاغلي مهمند زیاته کړه "د کندهار ولایتي اتاق سوداګریز او پانګه ایز فعالیتونه نه یواځی دا چې د هېواد د سویلي حوزې په اقتصادي وده کې رغنده رول لري بلکه کولی شي، چې د ټول هېواد په اقتصادي رغښت کې اړین رول ولوبوي او موږ له پانګه والو څخه غواړو چې په کندهار ولایت کې پانګه اچونه وکړي."
 
ښاغلي خان جان الکوزي د سیمې او هېواد په اقتصادي رغښت کې، د کندهار ولایتي اتاق رول ته د اشارې کولو ترڅنګ، د یاد اتاق د مشرتابه پلاوي له هڅو ستاینه وکړه او هیله يي څرګنده کړه چې د کندهار ولایت سوداګر او پانګه وال به د هېواد د لویو پروژو په تطبیق رغنده رول ولوبوي.
 
ښاغلي شیرین آغا سخي د ښاغلي زهیر د هڅو یادولو ترڅنګ وویل چې، نوي رئیس ته د پخواني رئیس له تجربو ګټه پورته کول ګټور تمامیدای شي او ډاډ يي ورکړ چې، د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق تل هڅه کوي، چې د کندهار ولایتي اتاق سره د دوی د سوداګریزو او پانګه ایزو فعالیتونو او ستونزو ته د حل لارو پیداکولو په برخه کې د دوی ملاتړ او ورسره مرسته وکړي.
 
ښاغلي نصرالله زهیر د هېواد سویلي حوزې سوداګرو ستونزو حل او سوداګرۍ پراختیا په برخه کې، د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق مشرتابه پلاوي مرستو او همکاریو ستاینه وکړه او د خصوصي سکتور او کندهار ولایتي اتاق فعالیتونو څخه يي د خپل ملاتړ ډاډ ورکړ.
 
د کندهار ولایتي اتاق نوي ګمارل شوي رئیس ښاغلي محمد صدیق مهمند د خپلو خبرو په جریان کې د هېواد د سوداګریزو او پانګه ایزو فعالیتونو پراختیا په برخه کې د خپلې ژمنتیا ډاډ ورکړ.
د سوداګرو او ننګرهار ولایتي اتاق غړیو په استازولۍ د یاد اتاق د مدیره پلاوي غړي ښاغلي ډاکټر مخلص احمد ښاغلي محمد صدیق مهمند ته د کندهار ولایتي اتاق رئیس په توګه د ګمارل کیدو په تړاو مبارکي وویله.