د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق مشرتابه پلاوي، د افغانستان اسلامي امارت لوړ پوړو چارواکو او یو شمیر سوداګرو او پانګوالو ایران ته سفر وکړ

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق مدیره پلاوي لومړي مرستیال ښاغلي محمد یونس مهمند، د مدیره پلاوي غړي او د اوسپنیزو توکو کمېټې رئیس ښاغلي عصمت الله وردګ، د څارنې پلاوي منشي او د غزني ولایتي اتاق رئیس ښاغلي عبدالمتین قلندري، د نیمروز ولایتي اتاق رئیس ښاغلي حاجي عبیدالله نورزي، د ایران – افغانستان ګډ سوداګریز اتاق رئیس ښاغلي میراجان سلیمان خیل او یو شمیر سوداګرو او پانګوالو د روان کال مرغومي د میاشتې په ۱۸مه نېټه د افغانستان اسلامي لوړ پوړو چاوراکو سره یو ځای او په جلا جلا ناستو کې يې، د سوداګریزو، پانګه ایزو او ټرانزیټي موضوع ګانو په اړه خبرې اترې وکړې.
 
د سفر په لومړۍ ورځ د ایران د سوداګرۍ اتاق د مشرتابه، سوداګرو او د دغه هېواد د خصوصي سکتور د غړو له خوا د افغان پلاوي تود هرکلی وشو.
په دې کتنه کې چې د بېلابېلو کاري کمېټو په ګډون جوړه شوې وه، د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ او ترانزيټي ستونزو په اړه خبرې وشوې او د سوداګريزو اړيکو د پراختيا او د دواړو هېوادونو د سوداګرو د ستونزو د حل په موخه په عملي ګامونو ټينګار وشو.
 
د دویمې ورځې په ناسته کې، چې د چابهار د ازادې سیمې د اقتصاد او پانګونې د رئیس په ګډون په تهران کې جوړه شوه، د چابهار بندر د فرصتونو او ننګونو په اړه خبرې وشوې.
دغه راز په جلا جلا کتنو کې چې افغان پلاوي د ایران د اسلامي جمهوریت د سوداګرۍ، ښاري پراختیا او د ریل پټلۍ له وزیرانو سره درلودې، د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګریزو اړیکو پر پیاوړتیا، د ګډو پانګونو او د ټرانزیټ او اورګاډي پټلۍ په موضوع ګانو خبرې وشوې او دواړو خواوو په بېلابېلو برخو کې د ګډې همکارۍ څرګندونه وکړه.
 
افغان پلاوي د ایران د اسلامي جمهوریت د کرنې له وزیر سره د لیدنې په ترڅ کې، د کرنې او مالدارۍ په برخه کې د ګډې پانګونې په اړه خبرې وکړې او پر ګډو همکاریو یې ټینګار وکړ.
د افغانستان او ایران د لوړ پوړو پلاويو تر منځ د څو ورځنیو ناستو په ترڅ کې دواړو لورو د دواړو هېوادونو د سوداګرو د ستونزو د هواري په موخه د (سوداګرۍ، ټرانزیټ، کرنې او چابهار) په ګډون د څلورو مشخصو کمېټو پر جوړولو هوکړه وکړه. په ځانګړې توګه د ایران له لارې د افغان سوداګرو د تېلو د لېږد مسله هم مطرح شوه او ایراني چارواکو په دی برخه کې، د خپلو همکاریو ډاډ ورکړ.
د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق مشرتابه پلاوي له ایران سره د خپلو نفتي توکو د واردولو په برخه کې د ستونزو او په ځانګړې توګه د نفتو د تړونونو په اړه خبرې وکړې او له ایرانیانو څخه یې وغوښتل چې د پخواني تړون پر بنسټ افغان سوداګرو ته باید د هغو پیسو په مقابل کې، چې دوی مخکې تادیه کړي دي، تیل ورکړي.
 
د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق مشرتابه پلاوي د افغانستان اسلامي امارت له لوړ پوړو چارواکو څخه د دواړو هېوادونو ترمنځ د مهمو سوداګریزو، ټرانزیټي او ګډو پانګونو موضوع ګانو مطرح کولو په تړاو مننه وکړه او د دغه سفر پایلې يې د سوداګرۍ پراختیا او د افغان سوداګرو د ستونزو حل په برخه کې، اغېزمنې او ارزښتناکې وبللې.